په جوزجان ولایت کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا پروژې د پروپوزل د ارزونې په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي او د هغه ریاست د تخنیکي ټیم په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې، په شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې پروپوزل چې د چینایي یلو ریور شرکت له لوري د اوبو او انرژي له وزارت سره د نوموړې پروژې د پلي کولو په موخه شریک شوی و، د انرژي د برنامو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې شو.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد پروپوزل تر ارزونې وروسته، اړین هدایات ورکړل او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.
