لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي
۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د دغې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۶۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د نوموړې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به زيرزمينې اوبه تغذيه او کرنیزې ځمکي به د سيلابونو د تخريب څخه وژغورل شي.
