غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

mew-admin
Sat, Jul 25 2026 10:25 AM
1

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي عبدالغفار آخندزاده صاحب، د قره باغ ولسوال مولوي نورالله اتل، یو شمیر مخورو او د سیمې ګڼ شمېراوسېدونکو په شتون کې پیل شوې.

د شېراباد کانال ۶۱۴۷ متره اوږدوالي، ۴ پلچکونه،۴ سوپر پیجونه،۱۰ اوبو خورو په درلودلو سره د ۰.۵ متره مکعبه اوبو په ثانیه کې د تېرېدلو ظرفیت لري چې چارې به یې د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شې.

همداراز د شېراباد کوچنې بند د ۸ متره لوړوالي، ۵۸ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۱۰۰ سل زره  متره مکعبه اوبو  د ذخیره کولو وړتیا لري چې چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شې.

چې د دغو پروژو چارې د ۲۶ میلیونه افغانیو په مالی لګښت د غزني  سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.

په یادو پروژو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په بشپړېدو سره به یې ۵۰۰۰ زره جریبه ځمکه خړوبه، د ځمکې لاندې اوبه تغذیه، چاپیریالي ښکلا او د اقلیمی بدلون منفی اغیزو پر وړاندې مثبت رول ولري.
 

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu