لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

mew-admin
Sun, May 24 2026 3:53 PM
1

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زين الله زيدان، یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.

د کمال خيلو د کانال استنادي دېوال د ۲۷۰ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه پروژه د کانال د څنډو د ټینګښت، د سېلابونو له ګواښونو او ویجاړیو څخه د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو کورونو د ساتنې او د سېلابي اوبو د لوري د تنظیم په موخه پلي کېږي.

په نوموړې پروژه کې د سیمې اوسېدونکو ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې چارې یې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu