د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Apr 29 2026 1:49 PM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د نورالدین کلا د استنادي دېوال پروژې له سیمې څخه چې د جلګې خوړ د ټینګښت په موخه جوړیږي، په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د ګذر وکیلانو، قومي مشرانو، د سیمې اوسېدونکو او د قراردادي شرکت مسؤلینو شتون درلود.

د نوموړې پروژې سیمه د پلي‌کولو په موخه د قراردادي شرکت مسؤلینو ته وسپارل شوه.

User account menu