د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Apr 29 2026 9:15 AM
1

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره کړه.

همدارنګه، ښاغلي نقي د بلخ له والي محترم ملا محمد یوسف وفا سره وکتل او د نوموړو پروژو او له ازبکستان هېواد څخه د تخنیکي ټیم د راتګ په هکله معلومات وړاندې کړل او د دغو پروژو د لا غوره پلي‌کولو په تړاو هر اړخیز بحث وشو.

په ورته مهال، د بلخ والي د پروژو د پرمختګ ستاینه وکړه او د بشپړې همکاري ژمنه وکړه.

د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې د آمو سیند د احتمالي سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.

User account menu