د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پليکېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه
د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پليکېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره کړه.
همدارنګه، ښاغلي نقي د بلخ له والي محترم ملا محمد یوسف وفا سره وکتل او د نوموړو پروژو او له ازبکستان هېواد څخه د تخنیکي ټیم د راتګ په هکله معلومات وړاندې کړل او د دغو پروژو د لا غوره پليکولو په تړاو هر اړخیز بحث وشو.
په ورته مهال، د بلخ والي د پروژو د پرمختګ ستاینه وکړه او د بشپړې همکاري ژمنه وکړه.
د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ګڼ شمېر استوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې د آمو سیند د احتمالي سېلابونو له ګواښونو څخه خوندي شي.
