کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د کابو ۱۰ زره متره مکعب اوبو زېرمې د وړتیا په درلودلو سره د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړې پروژه د ځمکې لاندې اوبو کچې د لوړېدو، د کاریزونو د بیا احیا کېدو، د کرنې د پراختیا او د ځمکو د ویجاړېدو د مخنیوي په موخه جوړ شوی دی.
