د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

mew-admin
Tue, Mar 24 2026 4:48 PM
1

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د چکډيم په ښکتنۍ برخه کې د خوړ په بستر کې جوړيده د تخنیکي ټيم لخوا نه د ۱۶،۵ مترو په اندازه د خوړ د بستر څخه د خوړ حريم ته انتقال شوه او نور کوم نواقص چې په پروژه کې موجود وو دوباره اصلاح شول.ياده پروژه د FAO په مالي لګښت د یوه کورني خصوصي شرکت لخوا تطبيقېږي او د نظارت چارې د ننګرهار سينديزه حوزه په غاړه لري.

User account menu