زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Wed, Mar 04 2026 2:55 PM
1

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو، ښه کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۱۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، چې تر اوسه پورې چارې یې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu