کنړ ولایت کې د وطلې کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د کنړ د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د وطلې کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي کانال چارې چې د ۷ میلیونه، ۸۱۷ زره او ۵۱۷ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.