د اوبو معين صاحب په انقره کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر سره ليدنه وکړه .

mew-admin
Fri, Aug 08 2025 3:40 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معين محترم مجيب الرحمن عمر اخندزاده او مل پلاوی يې د ترکيې هیواد په انقرې ښار کې د افغانستان د اسلامي امارت له سفیر محترم شیخ صنيع الله فرهمند سره ليدنه وکړه .

محترم معين صاحب په دغه ليدنه کې د اوبو د تنظيم په باره کې خپل اندونه له ښاغلي سفير صاحب سره شريک کړل تر څو ترکي او نور بهرني شرکتونه وهڅوي چې په افغانستان کې د اوبو په پروژو کې له افغان انجینیرانو سره په ګډه کار وکړي ،او هم ترکي او نورو بهرنیو پانګه والو ته په افغانستان کې د اوبو په پروژو کې د پانګونې لپاره سهولتونه برابر کړي .

ښاغلي سفير صاحب له معين صاحب سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه ،چې بهرني شرکتونه به وهڅوي چې د اوبو په تنظيم کې ونډه واخلي.

User account menu