د پاکستان هېواد د ټي، اس، اچ هولډینګ شرکت مسؤلینو په یوه پر لیکه ناسته کې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
Wed, Jul 30 2025 4:38 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي عمومي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په یوه پرلیکه ناسته کې د پاکستان هېواد د ټي، اس، اچ هولډینګ شرکت له مسؤلینو سره په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د عملي کړنو چمتووالی څرګند کړ.

په ورته مهال،د اوبو او انرژي وزارت رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د نوموړي شرکت د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ، په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه وزارت د څو پروژو معلومات د پانګونې په موخه له هغوی سره شریک کړل.

دواړو لورو د چارو د پرمخ وړلو په برخه کې پر لا زیاتې همغږي او همکاري او د عملي چارو پر پیل باندې ټینګار وکړ.

User account menu