د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې د اوبو د مدیریت، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي په هکله خبرې وشوې

د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي په لوګر ولایت کې د ځمکې لاندې او سطحي اوبو په یوه اړوند علمي او څېړنیز کنفرانس کې چې د یوه خصوصي لوړو زده کړو موسسې له لورې جوړ شوی وو، د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت ، د اوبو ضایعاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي په هکله اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او له اړوندو ادارو سره د دغه ډول علمي او څېړنیزو کنفرانسونو د موندنو شریکول د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د لا غوره مدیریت په برخه کې اړین وبلل.