غزني ولایت کې د کامل کانال چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم او ورسره مل د سویل ختیځ زون د یو.این. ایف. اې. او موسسې رئيس محترم عبدالقیوم سلیمانزي د کامل کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړی کانال د سلطان بند له سترو کانالونو څخه ګڼل کېږي، چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
له بلې خوا، د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ناهور ولسوالي کې له سبز آب څخه لاندې مایکرو هایدرو لپاره د کانال او سربند ټوپوګرافي، چاپیریالي، ټولنیزه او اقتصادي سروې ترسره او همدارنګه یې په دغه ولسوالي کې د سرتاله چکډم تخنیکي، چاپيریالي، ټولنیزه او اقتصادي سروې هم ترسره کړه.