د کندهار ولایت د درې ولسوالیو په ویالو کې د اوبو د غوره مدیریت په هکله ناسته ترسره شوه
د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د پنجوایي له ولسوال محترم مولوي عبدالرازق ابو الاامین سره په داسې حال کې چې د پنجوایي، ژيړۍ او میوند ولسوالیو د ویالیو میرابانو هم شتون درلود، په ویالو کې د اوبو د لا غوره مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړې.
