د بامیان ولایت د سرخجوی کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې غړي وټاکل شول

د بامیان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د سرخجوی او فولادي کلیو له مشرانو سره په یوه غونډه کې د سرخجوی کانال د اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې غړي وټاکل.
همدارنګه، په دغه ناسته کې د اوبو ګټې اخیستونکو ټولنو او د اوبو سرچینو مدیریت د څرنګوالي په هکله هم معلومات وړاندې شول.
نوموړی کانال د ۳۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او څه باندې ۱۵۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.