د سروبی د 10MW سولری بریښنا د پروژې څخه لیدنه: 

mew-admin
Tue, Jul 30 2024 11:54 AM
1

د انرژي د معین صاحب په هدایت، د انرژي د انکشافي پروژو د کنترول او کیفیت ریاست او د څارنی او ارزونې ریاست یوه ګډه تخنیکي تیم د حافظ محمد کلیم منصور، د څارنی او ارزونې رئیس، او مولوي ضیاالرحمن آخندزاده، د انکشافي پروژو د کنترول او کیفیت رئیس، په مشرۍ په ساحه کې د پروژې له پرمختګ څخه لیدنه وکړه. 

د پروژې کارونه په ښه توګه پرمخ روان دی، چې د برقي تجهیزاتو او منتاژ د نصب کار ٪۹۷ او د پروژې ساختماني کارونه ٪۹۷ پرمخ تللي دي.

د یادونې وړ ده چې ژر به د 20KV لین له ترانسفارمر څخه تر سروبي سب استیشن پورې له تکمیلیدو سره سم د پروژې ازمایښت او په لاره اچولو (test and commissioning) کار پیل شي او وروسته له ازمایښت څخه به پروژه په رسمي توګه ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

User account menu