د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي د باد او بایوماس د بریښنا د تولید او د وسایلو د نصبولو مقدماتي سروې په هدف فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

mew-admin
Mon, Jul 29 2024 3:54 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي پلاوي او د شمال سیندیزې عمومي حوزې ریاست پلاوی د باد او بایوماس د بریښنا د تولید د وسایلو د نصبولو د ابتدایي سروې په هدف فاریاب ولایت ته سفر وکړ، او د شیرین تګاب-میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج مولوي محی الدین "مبارز" سره یې وکتل، د باد او بایوماس سرچینو څخه د بریښنایې انرژي د تولید تجهیزاتو نصبولو او اړوندو مسلو په اړه بحث او د نظرونه تبادله وکړه.

د يادې سیندیزې فرعي حوزې رئيس له باد او بايوماس سرچينو څخه د برېښنايي انرژي د توليد دستګاه د نصبولو په برخه کې د وزارت له تخنيکي پلاوي سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

User account menu