د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې له پلاوي سره وکتل

mew-admin
Mon, Mar 04 2024 11:06 AM
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مالي او حسابي پلټونکو سره وکتل او د دغې حوزې د ۱۴۰۱ هـ ل کال د مالي او وظیفوي چارو د اجراآتو د څېړنې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ټاکل شوې ده چې نوموړی پلاوی د نوموړې حوزې د ۱۴۰۱ هـ ل کال مالي او وظیفوي چارې وپلټي.

په ورته مهال،  په کاپیسا سیندیزه فرعي حوزه کې د کاپیسا ولایتي شخړو د هوارولو کمېټې ناسته د پروان د اوبو لګولو سربند پروژې د کښتني لاس کانالونو د اوسیدونکو د ستونزو د هوارولو په موخه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د دواړو ولایتونو ترمنځ د اوبو نوبت ستونزې د موقتي هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

User account menu