د کندهار ولایت د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو د چارو د بیا پيلولو په موخه د WAPCOS شرکت له استازي سره د تخنیکي همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Mon, Nov 07 2022 4:24 PM
1

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د یاد معینیت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د نوموړي شرکت له استازي سره د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو چارو د پیلولو پر څرنګوالي باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د یادې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو د چارو د چټکتیا په موخه پر لازیاتو همغږیو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د WAPCOS شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او نورو تخنیکي مسؤلینو ته د خپلو اندونو او وړاندیزونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د یاد بند د امکان سنجي مطالعاتو چارې پيل کړي.

User account menu