د کندهار ولایت د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو د چارو د بیا پيلولو په موخه د WAPCOS شرکت له استازي سره د تخنیکي همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۶ - ۱۶:۲۴
1

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د یاد معینیت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د نوموړي شرکت له استازي سره د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو چارو د پیلولو پر څرنګوالي باندې بحث او د نظر تبادله وکړه.

د اوبو ښاغلي معین د یادې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د لورې بند د امکان سنجي مطالعاتو د چارو د چټکتیا په موخه پر لازیاتو همغږیو باندې ټینګار وکړ.

همدارنګه د WAPCOS شرکت استازي د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او نورو تخنیکي مسؤلینو ته د خپلو اندونو او وړاندیزونو د وړاندې کولو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د یاد بند د امکان سنجي مطالعاتو چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي د قرغزستان له لوړپوړو چارواکو سره مهمه ناسته ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین او ورسره پلاوي د قرغزستان د انرژي وزارت له مرستیال وزیر سره رسمي لیدنه وکړه. په دې ناسته کې د انرژي معیین افغانستان د سیمه ایزو پروژو د نښلون لپاره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲۲
Background image

د پوهاوي پیغام⚠🚿📢💭🚦

د ۱۴۰۴ لمریز روان کال د لیندۍ له ۲۸ نېټې څخه تر ۳۰ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل.

📡🌐  د اقلیمي بدلون منفي اغیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۱۸
Background image

د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس د آغا خان دفتر له مسؤل سره وکتل.

حافظ مولوي محب‌الله عادل د سمنګان ولایت د اوبو او انرژي رئیس له عبدالحفیظ مقنع سره چې په دغه ولایت کې د آغا خان د ولایتي دفتر مسؤل دی، لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي رئیس د. . .

بیرته تګ

User account menu