د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د اسلامیک ریلیف موسسې له غړو سره دهمغږي ناسته ترسره کړه
د ارغنداب سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت د یاد ریاست د تخنیکي کمیټی په ملتیا د اسلامیک ریلیف له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره کړه.
په یاده غونډه کې، د اسلامیک ریلیف مسؤلینو ته د اوبو او انرژي وزارت د مسؤلیتونو او د دندې د لایحې په اړه معلومات وړاندې شول او د یادې موسسې د مسؤلینو سره د چارو د تنظیم او غوره سمون په موخه بحث او دنظر تبادله وشوه؛ ترڅو د اوبو لګولو په شبکو کې ټولې چارې د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې په همغږي او د یاد ریاست تر څارنې لاندې ترسره شي.
په ورته وخت کې، د یادې موسسې مسؤلینو د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې ټولې چارې به د یاد ریاست سره په همغږي او د دوی تر څارنې لاندې ترسره کوي.
