د پروان ولایت د سینديزې حوزې تخنیکي ټیم سرخ پارسا ولسوالي د ترکمن درې د دولتخاني د اوبولګولو د کانال د سربند تخنیکي سروې ترسره کړه.

mew-admin
Thu, Jun 09 2022 11:25 AM
1

 

د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالي  ترکمن درې د دولتخاني د اوبولګولو  کانال د سربند تخنیکي سروې د غوربند د چاریکارو د سینديزې فرعي حوزې د تخنیکي ټیم له خوا بشپړه شوه، ياد شوى سربند دا مهال د سيمې د خلکو له خوا د سيمې په کچه جوړ شوی، د اوبو او سېلابونو پر مهال له لويو ستونزو سره مخ وو. د ياد شوي سربند په جوړېدو سره به د سیمې د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي؛ او شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه (۴۰۰ هکتاره) ځمکه به  خړوب شي.

User account menu