د پروان سينديزې حوزې کې د بګرام ولسوالي د خلکو د اوبو دکموالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه
په پیل کې د بګرام ولسوالي استازي خپلې ستونزې بیان کړل او ورپسي د سينديزې حوزې ريئس ښاغلي حافظ مجیب الرحمن حبیبي د ستونزو تر آورېدو وروسته اړوند آمریت ته دنده وسپارله چی د ستونزو هوارولو په موخه باید ټولو کانالونو استازو سره غونډه جوړه او مشکلاتو ته یې د حل لاره پیدا او په موافقه د ټولو جوانبو باید موضوع حل او فصل شي
په پای کى پرېکړه وشوه چې راتلوونکي شنبي به دټولو کانالو نو نمایندګان چى پکي د سينديزې حوزې استازی موجود وي د دې ستونزې د حل لپاره به غونډه ترسره کړې.
