د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او کابل ولایت د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

MEW-Media
Tue, Nov 10 2020 11:15 AM
13

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او کابل ولایت د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغه غونډه د اوبو د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري؛ د دغه ادارې يو شمېر رئیسانو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د چاپېریال ساتنې ادارې او د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو استازو په ګډون د هر اړخيزې همغږۍ را منځته کول، باور جوړونې، د کابل اوبو په برخه کې د مشخصي همکارۍ په موخه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو تر منځ نن د لړم ۲۰ د ۱۳۹۹ کال د دغه ادارې په لوی تالار کې د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستيال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري؛ د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د اوبو رسولو شرکتونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو او ګډون په موخه د دغه غونډې جوړول يو ګټور ګام وباله.

هغه زیاته کړه، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په دې هڅه کې ده چې له خصوصي سکټور سره د اوبو د شبکو او سیستمونو په جوړولو کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه کار وکړي؛ تر څو له یوې خوا لازمه پانګه اچونه شوې وي او له بلې خوا په وخت او په موقع مو لازم خدمات وړاندې کړي وي.

ښاغلي بصیري د غونډې پر مهال د کابل ځمکې لاندې اوبو سرچینو د کمښت په اړه وویل: "تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو ودې او د سم مدیریت یوازېنۍ حللاره له دې ادارې سره د خصوصي سکټور همکاري ده."

په دې غونډه کې د کابل اوبو رسونې خصوصي شرکت ټولنې مرستیال احمد حسین اختیار د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکی شو.

په ورته مهال کې د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې یو شمېر رئیسانو او انجنیرانو د کابل اوبو اوسني وضعیت، ننګونو او تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو کمښت ته د حللارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د کابل ښار په شمال او لوېدیځو سیمو کې د اوبو کچې کمېدل د اندېښنې وړ وبلل.

همدارنګه د ځمکې لاندې اوبو رئيس سید ولي الله عاقلي د دغه برنامې په موخه خبرې وکړې هغه د ځمکې لاندې اوبو او اوبو رسونې د اوسني وضعیت د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د نفوس غیر متوازن زیاتوالی، د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو خپل سري فعالیت چې يو شمېر یې له ایسا څخه جواز اخیستی خو د اوبو او انرژي پخواني وزارت سره یې هېڅ همغږي نه لرله، اوس د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره غواړي چې د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو سره همغږي ولري او یاد شرکتونه په معیار برابر کړي تر څو وکولی شي د کابل ښاریانو په معیاري توګه اوبه ورسوي؛ هغه زیاته کړه چې د ښې همغږۍ لپاره لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي پلان ته اړتیا ده، په لنډمهالي پلان کې د سپما په موخه عامه پوهاوی، د اوبو رسونې په شبکو کې د ضایعاتو څخه مخنیوی او د باران اوبو په راټولو ټينګار وکړ، په منځ مهالي کې د څکلو لپاره د سطحي اوبو کارول په پام کې نیول شوي او په اوږد مهال کې به د پلان شوو بندونو د ساختمان بشپړېدو وروسته به د کابل ښار د اوبو ډاډمنو سرچینو سره وصل شي.

په اخر کې انجنیر فایزالرحمن عزیزي د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې او د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو تر منځ د دوامداره همغږۍ غونډو په اړه زیاته کړه: "د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره د اوبو د تنظیم قانون له مخې د قانون جوړونې، تنظیم، برنامې جوړونې او له اوبو څخه د څارنې مسوولیت پر غاړه لري.

ښاغلي عزیزي د دې ادارې له لوري د اوبو رسونې خصوصي شرکتونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې د اوبو سپما کولو او د باران اوبو جذبي څاګانو له لارې تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو ودې؛ برنامو پلي کېدو او عامه پوهاوي په برخه کې له دوئ سره همکاري وکړي

Latest news

Wed, Sep 30 2026 10:37 AM
Background image

Technical studies, survey and design works for the water transfer project from Sayad to Kabul city have been inaugurated

16/4/1448 AH corresponding to 7/7/1405

 SHBased on the order of His Excellency the Amir al-Mu’minin (may Allah protect him and care for him), the Ministry of Water and Energy has. . .

Tue, Aug 04 2026 4:21 PM
Background image

Ministry of Water and Energy Signs an agreement with Japan’s PMS Organization for the Implementation of Several Water Development Projects

20/2/1448 AH According to 13/5/1405 SH

Honorable Mullah Mohammad Younus Akhundzada, Minister of Water and Energy, signed an agreement with representative of Japan’s PMS Organization. . .

Mon, Jul 27 2026 3:12 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of the 500 kV Arghandi Substation Project

Date: 5/5/1405 (Solar Hijri) | 12/2/1448 (Lunar Hijri)

The Minister of Water and Energy, His Excellency Hajj Mullah Mohammad Yunus Akhunzada, closely inspected and reviewed the. . .

BACK TO NEWS

User account menu