په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل
د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا عبدالستار امیدي او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
یاد کوچنی بند د موسمي اوبو د کنټرول او زېرمه کولو، د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي او د اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو د ستونزو د هوارولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۲۰۰ متر مکعب اوبه زېرمه شي.
