کندهار ولایت کې د برغني چکډم پروژه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
Sun, Apr 19 2026 10:05 AM
1

د کندهار ولایت په تخته‌پل ولسوالي کې د برغني چکډم پروژه د ۲ میلیونه ۱۵۴ زره او ۱۰۱ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی چکډم د شاخوا ۴.۵ متره لوړوالي په درلودلو سره د کابو ۶۶۱۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د دغې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړېدو، د کاریزونو د بیا احیا کېدو، د کرنې د پرمختګ، د ځمکې د ویجاړېدو د مخنیوي او د چاپیریال د ساتنې لامل شي.

User account menu