د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Apr 15 2026 3:08 PM
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه شمېرل کېږي، له څو کلونو ځنډ وروسته، د اوبو او انرژي وزارت له لوري ترمیم شوی، او اوسمهال یې کاسه له اوبو ډکه او پرچاو شوی دی.

دغه بند د شاوخوا ۹ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې د سیمې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو اړینه سرچینه ګڼل کېږي.

User account menu