لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Tue, Mar 31 2026 5:03 PM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې د کابو ۷۴ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د ایف، اې، او موسسې له لورې د لغمان سنیدیزې فرعې حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، او چارې یې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي.

نوموړې پروژه چې ۵۰۰ متره اوږدوالی لري، او پاتې چارې به یې په نږدې راتلونکې کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

User account menu