د اوبو او انرژي وزیر صاحب لوګر ولایت ته سفر وکړ.

mew-admin
Thu, Mar 12 2026 2:27 PM
1

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس اخندزاده چې د وزارت د انجینری خدمتونو عمومي رئیس انجینراسدالله عمار د لوګر د فرعي سندیزې حوزې رئيس  ملا محمد اسمعیل اخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوبو ذخیروي لوی بند څخه لیدنه وکړه

د یادونې وړ ده، چې د دغه بند د لومړي فاز د حفظ او مراقبت پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري په ټولیز ډول د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه ، چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده او د دغې پروژې دوهم فاز په ټولیز ډول د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پرانیستل شوې ده او ټاکل شوې، چې د پنځو میاشتو په موده کې پلي شي.

د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

User account menu