د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت الکترونیکي سیسټم پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

MEW-Media
Wed, Nov 12 2025 4:15 PM
۱

دغه سیسټم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي ریاست له لوري د اوبو سرچینو د غوره مدیریت، څارنې او د معلوماتو د ډیجیټال سازي په موخه جوړ شوی، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د اوبو سرچینو عمومي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن حقپال، مالي او اداري عمومي رئيس محترم قاري نجیب الله مبارک، د معلوماتي ټکنالوژي رئيس محترم حبیب الرحمن جلال زي او د وزارت د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې پرانیستل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین دغه سیسټم د اوبو سرچینو اړوند معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د آسانتیاوو، شفافیت او د چارو کیفیت د غوره والي په برخه کې ارزښتناک وباله او د ارقامو او معلوماتو په ډیجیټال سازۍ، امنیت او نوموړي سیسټم پر ساتنې باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د اوبو سرچینو عمومي رئيس د دغه سیسټم د ارزښت په هکله خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د دغه ډول سیسټمونو جوړول د اوبو مدیریت د عصري کولو په برخه کې یو ارزښتناک ګام بلل کېږي.

له بلې خوا، د وزارت مالي او اداري عمومي رئيس او د معلوماتي ټکنالوژي رئيس هر یوه په خپل وارسره د دغه سیسټم د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې په راتلونکي کې به په دغه برخه کې د نورو معلوماتي سیسټمونو د پرانیستي شاهدان و اوسو.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سیسټم له لارې په هېواد کې د بېلابېلو څاګانو معلومات به په ډیټابیس کې ثبت شي او د څاګانو د معلوماتو شننه به په میاشتنۍ، ربعوار او کلني ډول چمتو شي.

همدارنګه، د دغه سیسټم له لارې تخنیکي مسؤلین کولای شي، د څارنیزو او څېړنیزو څاګانو ګرافونو، جدولونو، انځورونو او جغرافیایي موقعیت ته په آسانه توګه لاسرسی ومومي.

User account menu