د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند څېړنیزې چارې بشپړې شوې

د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د باغدرې برېښنا بند له بشپړو شوو څېړنیزو چارو لکه د ۲۵ کیلو متره سړک جوړونه( چې له کاپیسا څخه په دریو مسیرونو کې بند ته رسیږي) او څېړنیزو څاګانو څخه څارنه وکړه.
همدغه راز، ښاغلي زبیر د ام، سي، سي چینایي شرکت له تخنیکي ټیم سره وکتل او د هغوی د کړنو د ستایلو ترڅنګ، د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هغوی سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
په ورته مهال، د نوموړي شرکت تخنیکي ټیم په دغه لیدنه کې وویل، چې د نوموړي بند څېړنیزې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.