د کاپیسا ولایت د باغدرې برېښنا بند څېړنیزې چارې بشپړې شوې

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۱
1

د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د باغدرې برېښنا بند له بشپړو شوو څېړنیزو چارو لکه د ۲۵ کیلو متره سړک جوړونه( چې له کاپیسا څخه په دریو مسیرونو کې بند ته رسیږي) او څېړنیزو څاګانو څخه څارنه وکړه.

همدغه راز، ښاغلي زبیر  د ام، سي، سي چینایي شرکت له تخنیکي ټیم سره وکتل او د هغوی د کړنو د ستایلو ترڅنګ، د دغې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هغوی سره  د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت تخنیکي ټیم په دغه لیدنه کې وویل، چې د نوموړي بند څېړنیزې چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu