فاریاب ولایت کې د جانقرې کانال د جوړولو او پاکاري چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Wed, Jul 23 2025 5:12 PM
1

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د جانقرې کانال د جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د نورم او انجینري معیارونو سره سم د چارو پرمخ وړلو په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

نوموړې پروژه د اېف، اې، او مؤسسې لخوا د ۷۵ زره او ۲۴۱ اعشاریه ۰۱ امریکايي ډالرو په ارزښت د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې اوس مهال یې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادولو وړ ده چې د دغه کانال د چارو په بشپړېدو سره به زیاته اندازه کرنیزې ځمکې خړوبې شي.

User account menu