د کندهار ولایت ۱۵ میګاواټه د لمریزی برښنا پروژه ګټی اخیستنی ته رسیږی.

کومی ژمنی چی د اوبو او انرژی وزارت د هیواد د ځان بسیا کولو دانرژی په برخه کی لری، د خصوصي سکټور سره په مرسته او د انرژۍ د تولید په پروژو باندی پانګه اچونه
او کولای شی چی پیاوړی ګامونه پورته کړی د دې وزارت بریالیتوبونو څخه یوه بسته د ۱۰۰ مېګاواټو د لمریزی برښنا اعلان ته سپارل دی.
چی په ۱۳۹۶ کال د هیواد په ۲۰ ولایتونو کی د خصوصی او عامه ګډون له لاری اعلان ته وسپارل شو. په هغه وخت کې، د کندهار د لمریزی دوه پروژې د ۷۷ ترکش کمپنی او ذولرستان کپمنیو ته وسپارل شو، چی ذکر شوی کمپنی هر یوه د ۱۵ میګاواټه سولری برق د تولید مسوولیت پیل کړ، اوس مهال د ۱۵ میګاواټه د ۷۷ ترکش کمپنی کار وروستی شوی او ګټی اخیستنی ته چمتو دی.
د دې حیاتي پروژې څخه ګټه اخیستنه، د برښنا شرکت لخوا تولید، د قرارداد په قیمت اخیستل شوي او د شرکت پیردونکو ته ویشل کیږی.
په عین وخت کې، د اوبو او انرژی وزارت۲۰۰۰ میګاواټه لمریزه برښنا پرانستله ډیرو کمپنیو اوس مهال په دې ملي پروژی کې پانګه اچونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
همدارنګه د خصوصي سکټور له لارې د پانګونې جذبولو په ۲۰۰۰ میګاواټه سولری بستو، بادی انرژی او د اوبو څو بندونه د برښنا د تولید لپاره په دی وزارت کی دوام لری.