غزني ولایت کې د اوبو د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو برنامه پای ته ورسېده

mew-admin
Thu, Jul 04 2024 10:25 AM
1

د غزني ولایت د ده یک ولسوالي د رباط په کلي کې د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو تر څارنې لاندې د ډې، آر، سې موسسې له لوري د اوبو د سپما په هکله د پوهاوي ورکولو یوه میاشتنۍ برنامه پای ته ورسيده.

په دغه برنامه کې د نوموړي کلیو اوسېدونکو ته  د اوبو د سپما په هکله د بشپړ معلوماتو د وړاندې ترڅنګ روغتیایي کېټونه هم ورکړل شول.

همدارنګه ټاکل شوې ده، چې د غزنی ولایت د ده یک ولسوالي په رباط کلي کې د نوموړې موسسې له لوري د۳۰ زره ډالرو په ارزښت د اوبو جوړېدونکي شبکه په نږدې راتلونکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu