په خوست ولایت کې د پنځو چکډمونو د جوړېدو چارې ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې او د څلورو نورو چکډمونو د جوړېدو چارې روانې دي

mew-admin
Sat, Mar 30 2024 12:03 PM
1

د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې د الګاډې شیخانو، په صبریو ولسوالي کې د څپري درې کندې، په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د وام مقبل، په دوه منده ولسوالي کې د آنارباغ او په تڼیو ولسوالي کې د درګې ترخیلو چکډمونو د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت په ټولیزه توګه د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰۰ سلنه بشپړې شوې دي.

همدارنګه، د یاد ولایت په موسی خیلو ولسوالي کې د زوړکوټ چکډیم چارې ۸۰ سلنه، په ګربزو ولسوالي کې د لیژې سیمې ذخیروي بند چارې شاوخوا ۸٪ سلنه، په باک ولسوالي کې د غونډ میلې چکډیم چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې او په تریزیو ولسوالي کې د نرګیسي خوړ چکډیم چارې هم چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، په ښه توګه روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو نوموړې پروژې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت سره په یاد ولایت کې د اوبو د مدیریت، د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو اوبو د چمتو کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu