د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونیسکو مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۴:۲۱
1

 د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا سید محمد شرافت د یونیسکو مؤسسې له مرکزي مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د روانو پروژو د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه، د یادو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نوموړو مسؤلینو هم د خپلو مرستو د دوام په هکله ډاډ ورکړ.

 وروسته د یونیسکو مسؤلینو د کندهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په ملتیا په ارغستان ولسوالي کې د میرعلي،تحصیلدار، عبدالقدوس، حاجی ملا آغا، د کاریزونو د پروژو له روان  بهیر څخه لیدنه وکړه .

یاده دې وي چې دغه پروژې د یونیسکو مؤسسې د ( ۶۳۵۰۵) زره ډالرو په مالي مرسته روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۹:۵۰
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۰ هـ ل

په لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د پاک‌کاري چارې په یاد کانال کې د اوبو د غوره بهیر او ښه مدیریت او د کروندګرو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې. . .

بیرته تګ

User account menu