په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
1

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه پيل شوې.

یاد چکډیم د څه باندې ۴۶ متره په اوږدوالي او د ۳ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې او کاریزونو اوبه تغذیه او کابو ۳ زره متره مکعب اوبه هم زېرمه شي.

په دغه پروژه کې چې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

بیرته تګ

User account menu