په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او  بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۶
۱

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې چې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په دغه پروژه کې د ۴۴۰ متره په اوږدوالي د کانال د دواړو غاړو د استنادي دېوالونو جوړول او د کانال د ۲۰۰ متره برخې پاک‌کاري شامله ده او پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد کانال د شاوخوا ۳۷۵ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او په ټولیزه توګه شاوخوا ۱۹ زره کسان ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۶
Background image

په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او  بنسټیزې رغونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۸هـ.ل

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو په کندز ولایت کې د نقي کانال د بیارغونې او بنسټیزې رغونې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په تخار ولایت کې د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د تالقان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د تالقان ښار اړوند د ګنج‌علي کانال د پاک‌کاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د کانال د پاک‌کاري پر اهمیت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۹
Background image

په سمنګان ولایت کې د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۷هـ.ل

د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ایبک ښار اړوند د سولې کارتې سیمې د تحکیماتي دېوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د تخنیکي. . .

بیرته تګ

User account menu