د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونیسکو مؤسسې له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

mew-admin
Sun, Dec 14 2025 2:21 PM
1

 د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئیس محترم ملا سید محمد شرافت د یونیسکو مؤسسې له مرکزي مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د روانو پروژو د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه، د یادو مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، نوموړو مسؤلینو هم د خپلو مرستو د دوام په هکله ډاډ ورکړ.

 وروسته د یونیسکو مسؤلینو د کندهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو په ملتیا په ارغستان ولسوالي کې د میرعلي،تحصیلدار، عبدالقدوس، حاجی ملا آغا، د کاریزونو د پروژو له روان  بهیر څخه لیدنه وکړه .

یاده دې وي چې دغه پروژې د یونیسکو مؤسسې د ( ۶۳۵۰۵) زره ډالرو په مالي مرسته روانې دي.

User account menu