په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل
د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي او په بشپړېدو سره به یې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي.
