د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
1

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د شا و خوا دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

محترم وزیر صاحب د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د پي اېم اېس مؤسسې له همکارۍ او فعالیت څخه مننه وکړه، د دغه هوکړه لیک لاسلیک یې د اوبو د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او په یاد ولایت کې د کرنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله.

د دغه هوکړه لیک له مخې، یاده مؤسسه به د ننګرهار ولایت په سپین‌غر ولسوالي کې د شا و خوا دوه میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت د اوبو اړوندې پروژې تمویل او د دوو کلونو په موده کې به بشپړې کړي.

د یادونې وړه ده، چې په دغو پروژو کې د ۱۰ چک‌ډیمونو، ۳ حوضونو، ۳ سربندونو، ۳ کانالونو جوړول او د یوه کاریز بیا رغونه شامله ده.

د دغو پروژو د پلي کولو موخه د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت ښه والی او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د ظرفیت لوړول دي. د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي او له ۱۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتیکا ولایت کې د یوه استنادي دېوال پروژه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۶/۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۴ هـ.ل

د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالي اړوند د مارزک کلي استنادي دېوال پروژه د ۵ میلیونه، ۳۷۳ زره او ۳۵۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۱۸
Background image

په تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې چارې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۳ هـ.ل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت ریاست مسؤلینو د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت د نهم لاټ پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي نو کاریز چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۶/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۳ هـ.ل

د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د غزني ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي نو کاریز چکډیم پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu