د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اختر مبارکي پۀ لیدنه کې د اسلامي امارت له مسئولینو، د اهل تشيع شورا له علماوو او د وزارت له رئيسانو او کارمندانو سره د يووالي پر ارزښت او هېواد ته پر صادقانه خدمت کولو باندې ټينګار وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست الحاج ملا عبداللطيف منصور د افغانستان اسلامي امارت له يو شمېر لوړ پوړو مسئولينو، د اهل تشيع علماوو له رئيس او غړو او ددغه وزارت له رئيسانو او کارمندانو سره وکتل او یو، بل ته يې د لوی اختر مبارکي وړاندې کړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزير ددغه اختر مبارکيو په لیدنو کې د حج مراسمو او لوی اختر معنوي پیغامونو ته په اشارې سره په ټول هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت او سرتاسرې امنيت یو الهي نعمت وباله.
ښاغلي منصور په دغو ليدنو کې د اسلامي وحدت پر ساتلو باندې ټينګار وکړ او مسئولین، رئيسان او کارمندان يې د هېواد د آبادۍ په لاره کې رښتيني خدمت ته وهڅول.
له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغو ليدنو کې وويل، چې اوسمهال له هره پلوه هېواد ته د خدمت کولو زمينه چمتو شوې ده او ددې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ټول وګړي د هېواد د آبادۍ او رفاه په لاره کې هڅه وکړي، ترڅو وکولای شو خپل هېواد د ځان بسياينې او آبادۍ په لور بوزو.