غور ولایت کې د څلورو پروژو د جوړولو چارې ۸۰، ۹۵، ۵ او ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۶:۴۴
1

د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په دغه ولایت کې د درې چکډمونو او د اوبو رسولو د یوې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د ده سرخ الله یار چکډم د جوړولو چارې ۸۰ سلنه، د ده حاجي چهار سدې کلي چکډم ۹۵ سلنه، د زېر تنګي تربو لاق دولیني کلي چکډم ۵ سلنه او د ده حاجي چهار سدې کلي د اوبو رسولو پروژه ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادونې وړ ده چې د نوموړو پروژو په بشپړېدو سره به د اوبو کموالي ستونزې کمې شي او سلګونه ځايي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu