د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د معیار او کیفیت اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۹:۵۹
۱

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د معیار او کیفیت ادارې له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی د انرژي اغېزمنتیا آمر او اسماء الله مجدي د انرژي اغېزمنتیا د عامه پوهاوي کارپوه د پرزنټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون د 20/9/1445 نېټې د 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له‌خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۱۲
Background image

په لوګر ولایت کې د خواجه انګور کانال جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ولسوالي اړوند د خواجه انګور کانال جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد کانال چارې ۹۰ سلنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۹:۴۳
Background image

په لوګر ولایت کې د شاوخوا ۲ میلیونه افغانيو په لګښت د بوکه غونډۍچکډیم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۹ هـ ل

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اړوند د بوکه غونډۍ چکډیم د جوړولو چارې، د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

بیرته تګ

User account menu