پکتیا ولایت ته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر سفر نن هم دوام درلود.

mew-admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۱۸ - ۹:۲۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن هم د پکتیا ولایت ته د خپل روان سفر په لړ کې د زرمت ولسوالي مربوط په ډبیانو کلي کې د دارالعلوم الاسلامیه الحنفیه کې د قرانکریم د حفاظ کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي د یادې مدرسې له مهتمم مولوي صاحب  محمد سلیم قدرت  سره د یادې مدرسې په تدریسي او اداري چارو خبرې ،اترې او د اندونو تبادله وکړه.

محترم وزیر صاحب د خپلې وینا په بهیر کې د قرأن کریم د زده کړې او حفظ د فضیلت او د اسلام په تېره بیا د افغانستان په تاریخ کې د دیني علماوو د خدمت او نقش په هکله خبرې وکړې او د مدرسې استاذانو ته یې د دوی درانۀ مسئولیت د ځانګړتیاوو په هکله سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

دغه راز محترم وزیر صاحب د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د خاتم الانبیأ په دارالایتام کې تر کار لاندې الفتح جومات چې د ځایي خلکو په همکاري جوړیږي، د ودانیزو چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د کار په څرنګوالي باندې یې اطمنان څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu