په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل
د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاد بند د ۱۸ متره په لوړوالي، د ۹۱ متره په پلنوالي او د ۱۰۴ متره په اوږدوالي سره جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د اوبو په برخه کې د سیمې د خلکو اړتیاوې تر یوه بریده پورې هوارې شي.
