په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل
د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد بند چې د ۳۵ متره په لوړوالي، د ۵۰۰ متره په اوږدوالی او ۲۰۰ متره په پلنوالي سره جوړیږي، چارې یې تر اوسه پورې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۳ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ، په غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
